پوهنغونډ لیکونکي - ويکيپېډيا Jump to content

پوهنغونډ لیکونکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهنغونډ لیکونکي، دایرة المعارف لیکونکي یا انسايکلوپېډيسټان ( انګلیسي : Encyclopedists ) د فرانسوي لیکوالانو د ټولني غړي وه چي له 1751 له جون څخه نیولې تر 1765 تر ډسمبر پوري یې د دایرة المعارف په لیکلو کي خپلي چوپړتیاوي او خدمات ترسره کړه.

مخینه

[سمول]

د انسائیکلوپیډيا د 17 جلدونو متن او 11 ټوکونو تختو ترکیب او منځته راتګ د 150 څخه زیاتو لیکوالانو کار وو چي په لویه برخه کي یې د فلسفې په نوم پیژندل سوي فکري ډلي پوري اړه درلوده. دوی د ساینس او سیکولر فکر پرمختګ ته کار وکړ او د زغم، عقلیت او خلاص ذهن روښانتیا ته یې کار کاوه.

د معلوماتو پر بنسټ له سلو څخه ډیر انسایکلوپیډیسټان پیژندل سوي. دا په داسي حال کي چي دوی نه یوه متحده ډله وه، او نه یې هم په ایډیالوژۍ او نه هم ټولنیزه طبقه ورته والۍ درلود.