BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د امريکا د بهرنيو چارو وزير له عرب مشرانو سره

    پر اوکرایین خبرې: ایا د اروپا ستر ځواکونه د ماتې په درشل کې دي؟

    اوکرایین له کلونو راهیسې د اروپا پر وړاندې د روسیې د ځواک ازموینه ګرځېدلې ده. او اوس سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له ورتګ سره، وضعیت په چټکۍ د اروپا په زیان بدل شوی، تر دې کچې چې اروپایي ځواکونه ځان د یوې جدي ماتې په درشل کې ویني.

  • AFG

    سراج‌الدین حقاني لا هم کابل ته نه دی ستون شوی

    بي بي سي ته یوې باوري سرچینې تایید کړې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لا هم کابل ته نه دی ستون شوی. ښاغلی حقاني د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه سعودي او بیا له هغه ځایه متحدو عربو اماراتو ته تللی و. سرچینې بي بي سي ته تایید کړه چې ښاغلی حقاني لا هم هېواد ته نه دی ستون شوی، او ادعا یې لرله چې د درملنې او ارام په نیت لا هم له افغانستانه بهر دی. دغې سرچینې ونه غوښتل چې د سراج الدین حقاني د 'دمې او درملنې' ځای په ډاګه کړي.

  • په دغو سیالیو کې درې افغان تنکي زلمي وتوانېدل چې د سرو زرو مډالونه وګټي

    د افغانستان تنکیو ځوانانو د اسیا تکواندو ازادو سیالیو اتلولي وګټله

    د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو ملي لوبډلې د اسیا ازادو سیالیو کې د درېیو سرو زرو مډالونو په ګټلو سره د دغو سیالیو د اتلولۍ مقام وګاټه. د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر تره کي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، "پنځو لوبغاړو په بېلابېلو پنځو اولمپیکي وزنونو کې ګډون کړی وو، چې له هغې ډلې زموږ درې لوبغاړي وتوانېدل درې د سرو زرو مډالونه وګټي، چې ورسره افغانستان د اوومې دورې اتلولي هم وګټله."

  • د بریتانیا لومړی وزیر، د فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ او نورو مشرانو سره نن (دوشنبې) په پاریس کې خبرې پیلوي.

    اروپا په پاریس او امریکا او روسیه سعودي کې پر اوکرایین خبرې کوي

    د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر وايي، د روسیې او اوکرایین جګړې له پای ته رسېدو سره چمتو دی، چې په اوکرایین کې بریتانوي سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کړي. ښاغلی سټارمر وايي "که اړتیا وي، لېواله دی، خپل سرتېري اوکرایین ته د امنیت تضمینولو په موخه د مرستې لپاره چمتو کړي." جرمني او سویډن هم دې چار ې ته تیاری ښوولی دی.

  • روسیه

    د امریکا او روسیې خبرې: سرګي لاوروف وايي اروپا د اوکرایین په سوله کې رول نشي لوبولی

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو، د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مایکل والتز او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف به سعودي کې له روسي استازو سره اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه وغږېږي.

له خبرونو ور هاخوا

څه؟ څنګه؟ ولې؟

  • د طالبانو له بریا وروسته د افغان کومانډوګانو یوه ډله له جدي خطر سره مخ شوه ځکه چې دوی د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې د بریتانوي ځواکونو تر څنګ جنګېدل.

    بریتانیا د ۲۰۰۰ افغان کومانډویانو د پناه‌غوښتې قانوني غوښتنلیکونه رد کړي

    د برتانیا د دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو قوماندې د هغو څه باندې ۲۰۰۰ افغان کومانډویانو د بیا مېشتېدنې غوښتنلیکونه رد کړل چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو او خاصو امنیتي ځواکونو سره یې په جګړه کې د خدمت کولو باوري شواهد ښودلي وو. کله چې له دفاع وزارته وپوښتل شول چې آیا د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د کوم غوښتنلیک ملاتړ کړی؟ دوی له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

  • امریکا

    ایا د مینې او ملګري موندل اوس رښتیا تر بل هر وخت ډېر سخت شوي؟

    په ټوله نړۍ کې خلک ‌ګډ ژوند لپاره د ښې جوړې د موندلو په لټه کې دي. له ایرانه رانیولې تر مکسیکو، پیرو، سویلي افریقا او بیا سویلي کوریا بېلابېلو ځایونو کې د ګډ ژوند کچه په کمېدو ده. په چین کې د ودونو کلنی شمېر چې لس کاله مخې (په ۲۰۱۴ کال کې) ۱۳ میلیونو ته رسېده، په ۲۰۲۴ کال کې ۶ میلیونو ته راټیټ شوی. له فنلنډه د یوې سروې پایلې ښیي چې هلته هم د کورنۍ تشکیلولو پر ځای د هغو جوړو د جلا کېدو امکان ډېر دی چې اوس ګډ ژوند سره کوي. نو ولې په دومره ډېرو ځایونو کې خلک د اړیکو په دوامداره پاللو کې له ستونزو سره مخامخ دي؟

  • انجنیر غفار د شوروي ځواکونو پر وړاندې د سټېنګر توغندیو د لومړي برید قومانده پر غاړه لرله.

    "زه پر شوروي ځواکونو د سټېنګر توغندیو د برید لومړنی قوماندان وم"

    هغه مهال چې انجنیر غفار د ۱۹۸۶ کال په اګست کې له افغانستانه پاکستان ته د ۱۰ تر ۱۵ کسانو یوې ډلې سره وغوښتل شو، نه پوهېده چې دوی به داسې بریدونه پیل کړي، چې ورسره به د شوروي د هوايي ځواک الوتکې او چورلکې څومره چې په افغانستان کې الوتنې کوي، هومره به په نښه کېږي.

  • ادریان

    یوه نهنګ یو جالوان څنګه ژوندی تېر او بېرته توف کړ؟

    د چیلي پاټاګونیا ساحل ته نژدې یوه نهنګ یو جالوان ژوندی تېر کړ، خو وروسته یې بېرته روغ رمټ خوشې کړ. ادریان سیمانکاس او پلار یې دغلته جاله چلوله چې له دې پېښې سره مخامخ شول. وروسته له هغه چې نهنګ دغه کایاک چلوونکی ادریان سیمانکاس تېر کړ، دده لومړی مخاط (بلغم) ته پام شو.

  • د بشار الاسد زوی حافظ الاسد

    د بشار الاسد زوی حافظ چېرې راڅرګند شو او څه یې ویلي؟

    د سوریې د مخکېني ولسمشر بشار الاسد زوی حافظ په تېر ډیسمبر میاشت کې د بشار الاسد له پرځېدا وروسته لومړی ځل په یوه وېډیو کې راڅرګند شوی دی. په دې ویډیو کې، چې د فبرورۍ په ۱۲مه خپره شوې، حافظ الاسد د مسکو په یوه شتمنه سیمه کې د ورځې پر مهال ګرځي. حافظ بشار الاسد د خپل پلار د واکمنۍ تر سقوط وروسته لومړی ځل غږېدلی؛ چېرته راڅرګند شو او څه یې ویلي؟ د سوریې د مخکېني ولسمشر بشار الاسد زوی په تېره ډیسمبر میاشت کې د بشار الاسد له پرځېدا وروسته لومړی ځل حافظ په یوه وېډیو کې راڅرګند شوی دی.

د ټرمپ د ولسمشرۍ دوهمه دوره

د منځني ختیځ کړکېچ

د اقلیم بدلون

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۸ فبروري ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, Economy/Special Interview, ۱۵:۳۰, ۱۷ فبروري ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده

    اقتصاد = د افغانستان، سیمې او نړۍ د اقتصادي مسائلو ارزونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي